اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې پاكستان قطر سره اړيكې په قوي سياسي او معاشي شركت كښې بدلولو لپاره پوخ عزم لري، پاكستان په منطقه كښې تر ټولو زيات لبرل او سرمايه كار دوست ماحول وركوي، د ق??ر سرمايه كارو ته د دې څخه ?? استفاده كولو ضرورت دے. ده دا خبرې د ق??ر يو پلاوي سره د خپلو خبرو په مهال وكړې كوم چې د شېخ علي عبدالله ثاني الثاني په مشرې كښې د نهې په ورځ ??ه ايوان صدر كښې صدر مملكت سره ملاقات وكړو. صدر مملكت ووئيل چې پاكستان او قطر غوره اړيكې لري، د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت، معيشت او سرمايه كارې په څانګو كښې د مرستې زياتولو ضرورت دے. ده ووئيل چې مونږ د ق??ر د سرمايه كارې اتهارټۍ لخوا په پاكستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې په سرمايه كارې كښې د دلچسپۍ هركلې كوو. صدر مملكت هيله څرګنده كړه چې د كراچې او حماد بندر ځايونو ترمېنځه د نېغ په نېغه رابطې په نتيجه كښې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه دوه اړخيزه تجارت وده وكړي. صدر مملكت د پاكستان د معاشي كاركردګۍ څخه پلاوې خ??رو??و سره ووئيل چې د سره د كورونا د پاكستان معيشت پرمختګ كوي، په كاروبار كښې ?? اسانيې په نړيواله درجه بندۍ كښې د پاكستان په پوزيشن كښې ځانګړې بهترې راغلي. ده ووئيل چې د ق??ر سرمايه كارو ته په پاكستان كښې سرمايه كارې لپاره د سازګار ماحول څخه ?? استفاده كولو ضرورت دے.