اسلام آباد۔30اپرېل(اے پی پی) صدر مملکت ډاكټر عارف علوي د كورونا وبا اوسنۍ وضعه د پرېشانۍ وړ ګرځولو سره په دې خبره زور راوړے دے چې د وبا لا خپرېدو مخنيوي له به ټول قام له اح??ياطي تدبيرونه عملي كول وي۔ د جمعې په ورځ د كورونا وبا روانې وضعې په اړه خپل وېډيو پېغام كښې هغه ووئيل زمونږ په سيمه كښې د كورونا د لاسه پرېشاني مخ په زياتېدو ده۔ پاكستان كښې روزانه نزدې 5 زره كورونا كې??ونه رامخې ته كېږي و د مړو شمېره هم زياته شوې ده۔ هغه ووئيل كه د كورونا كې??ونه دغسې زياتېږي نو دا به د روغتونونو د قابو نه بهر شي۔ صدر مملکت ووئيل حضور ﷺ مسلمانانو ته د نظم او ضبط تعليم وركړے دے۔ مونږ ټولو له به د حضور ﷺ د امتي كې??و په حېث د هغوي په هداياتو عمل كول وي۔ ??غه ووئيل مسلمان قام دې په دې ازمېښت كښې كاميابېدو له اح??ياط او اح??ياط وكړي۔ د روژې مباركې ٬ تراويح ٬ د علي (رض) ورځې او د اختر په ورځ دې د ماسك اچولو سره په ټولو اېس او پيز عملدرآمد باوري كړې شي۔ صدر مملکت ووئيل په روانه وضعه كښې د علماﺀ كرامو د هداياتو له مخې دې مشران تراويح ??ه جومات ته نه ځي۔ د ضرورت په وخت كه بازار ته تلل وي نو ماسك سره دې لړ شي۔ ??اسونه دې تر 20 سېكنډو وينځلې شي۔ د لمونځ په مهال بايد 3 فټه ??اصله وساتلې شي۔ ??غه ووئيل اح??ياطي تدبيرونه خپلولو سره د وبا لا خپرېدو مخنيوي كې??ې شي۔ ??غه ووئيل په دې لړ كښې به ټولو وګرو له د ذمه وارۍ څرګندونه كولو سره د خپل ځان او نورو خيال ساتل وي۔