ملتان 26 اپرېل (اے پي پي) و??ير??عظم عمران خان وئيلي دي د نړۍ د يو ارب نه زياتو مسلمانانو ته د نبي كريم ﴿ص﴾ په شان كښې د رائے د اظهار آزادۍ په نوم د شوې ګستاخې نه تكليف رسېدلے ، د نبي كريم ﴿ص﴾ په شان كښې د ګستاخې په معاله به ټول اسلامي هېوادونه يو موټے كوو او لويديځ له به باور وركوو چې كه منع نه شول نو د دوي تجارتي بائيكاټ كولې شوو ، د سوئيلي پنجاب صوبې شروعات شوي، د سوئيلي پنجاب صوبه به ضرور جوړېږي، دې لپاره به آئيني ترميم راوړو، د پنجاب اولس به د عثمان بزدار پنځه كلنه كاركردګي ياد ساتي. ده دا خبرې د سوئيلي پنجاب سېكرټرېټ او ملتان لپاره د 30 اربه روپو د خاص پرمختيائي پروژو د بنياد اېښودو دستورې ته وكړې. په دې موقع د پنجاب و??ير??علٰی عثمان بزدار، خارجه وزير شاه محمود قريشي او عامر ډوګر هم وېنا وكړه. و??ير??عظم عمران خان ووئيل زه د پنځلسو كلونو څخه سوئيلي پنجاب ته ځم راځم ، د ګوند تشكيل او كمپائن په مهال څو ځله دلته راغلے يم او د دې ځاے محرومۍ مې ليدلي. و??ير??عظم ووئيل پنجاب لپاره مو چې كله د عثمان بزدار ټاكنه كوله نو دا سوچ راسره ملګرے ؤ چې هغه به د اولس زړونه وګټي. په ده تنقيد كوونكي بايد د ده دوه نيم كاله د بالي ووډ اداكار پخواني و??ير??علٰی دوه نيمو كالو سره موازنه نه كړي. هغوي به خپلې ذاتي ګټې له د اشتهارانو په لړ كښې اربونه روپې د سركاري خزانې مصرف ك??لې. و??ير??عظم ووئيل سياست ته د راتللو نه وړاندې ما سره هر څه وو. په ټوله نړۍ كښې مې شهرت لرلو. د كار نه كولو باوجود مې ژوند په آرام تېرولے شو. زه سياست ته ځكه راغلم چې يوې وې اشرافيه ډلې به د اولس وينه څښله. دوي لپاره يو قانون او نورو لپاره بل قانون ؤ. دوي به د غلا او كرپشن ډيل كولو، د لندن په ګرانو سيمو كښې چرته چې د هغه ځاے و??ير??ن جائيداد نه شي اغستلے، هلته د دوي جائيدادونه وو.ده ووئېل دوي د دې ځاے پېسه په غلا هلته وړې. دوي به چا نه نيول۔و??ير??عظم ووئېل دوي لپاره د انګرېزۍ نظام تعليم او طبقاتي تقسيم ؤ. غريب ته يوه ليكه راكښلې شوې وه، چې هر څومره خواري ئې كوله بره نه شو تللے. د كومو سيمو سره به چې د واكمنو تعلق ؤ، هلته به زيات پرمختګ كېدو او لرې سيمې به پاتې شوې.ده ووئېل د پنجاب و??ير??علٰی د ټاكنې په وخت ما دا سوچ لرلو چې داسې كس وي كوم چې زما په سوچ عمل وكړي، چې په زړه كښې ئې د غريبانانو دړد وي او د هغوي بهترې لپاره سوچ وكړي، چې داسې نه وي چې پېسې جمع كړي او بهر جائيدادونه جوړ كړي. چې داسې كس وي چې په پاكستان كښې پاتې شي۔ده ووئېل عثمان بزدار په هغه وخت كښې زمونږ په ګوند كښې نه ؤ. د ده ټاكڼه د دغې سوچ تر مخه شوې. پنځه كاله پس به معلومه شي چې ده وروستې پاتې طبقې لپاره څه كړي . ده چې په دې لړ كښې كوم اقدامات كړي د هغې د پنجاب په تاريخ كښې مثال نه موندلے كېږي. ده ووئيل د داتا دربار په خوا كښې په فټ پاتھ اوده كېدونكو لپاره ما چې د پناه ځايونه جوړولو هدف و??ير??علٰی ته وركړو نو ده په څو ورځو كښې دا كار ترسره كړو. په پنجاب كښې ئې د صحت كارډ اجرا وكړه. په ډېرو مالدارو هېوادونو كښې هم د يونيورسل هېلتھ كارډ كورېج نه وي. ماته به خلقو وئيل چې پېسې نه وي نو دا به څنګه كېږي خو زما ايمان دے چې د غريبانانو د حذمت سوچ وي نو پېسه راځي. و??ير??عظم ووئيل مونږ د پاتې سيمو پرمختګ لپاره اقدامات كړي او د سوئيلي پنجاب سېكرټرېټ پرانسته هم د دې لړۍ يوه كړۍ ده. د بهاولپور سېكرټرېټ پرانسته به هم ډېره زر وكړو. ده ووئيل د سوئيلي پنجاب آبادي 33 فيصد ده او د دې ځاے بجټ 17 فيصده ؤ، د تېرو اووه كلونو په مهال دې ځاے لپاره بېلې كړې شوې 260 اربه روپې هم په نورو سيمو خرڅ كړې شوي.مونږ پرېكړه كړې چې 33 فيصده آبادۍ ته به د آبادې له مخې وسيلې وركولې شي. ځائي خلقو ته به په ملازمتونو كښې كوټه وركولې شي. ده ووئيل اوس به صوبه هم جوړېږي او دې لپاره به آئيني ترميم كولې شي. و??ير??عظم ووئيل د نبي كريم ﴿ص﴾ په شان كښې د ګستاخې په معاله به ټول اسلامي هېوادونه يو موټے كولے شي او مغرب له به باور وركوو چې كه ډډه ئې ونه كړه نو د دوي تجارتي بائيكاټ كولې شوو. و??ير??عظم ووئيل ما په مغرب كښې 20 كاله تېر كړي، هغوي ډېر ښه پېژنم، د تحريك لبيك په شان كه 100 كاله هم هڅې وكړو څه فرق به رانشي. ده ووئيل زمونږ مقصد يو دے، زما طريقه جلا ده. زه به ثابته كړم چې زما طريقه سمه وه او هغه به كاميابه هم وي. ده ووئيل په دې لړ كښې د ټولو اسلامي هېوادونو مشرانو سره خبرې كوو او په دې ږر كښې خارجه وزير څلورو اسلامي هېوادونو سره خبره كړې او هغوي متفق دي