اسلام آباد۔20اپرېل(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د متحده عرب امارات درې ورځنۍ دو??ه كاميابۍ سره ترسره كولو نه وروستو د نهې په ورځ ايران ته ر??ان شو۔ په هوائي مېدان د اماراتي خارجه وزارت اعلی چارواكو ، یو اے ای كښې د پاكستان سفير افضال محمود او د سفارت خانې سينئر چارواكو خارجه وزير ته په مخه ښه ووې۔ خارجه وزير به خپل ايراني همڅنګ جواد ظريف سره د پلاويو په كچه خبرې كوي۔ هغه به صدر ډاكتر حسن روحاني او پارليماني سپيكر محمد باقر غالب سره ملاقات كوي۔ خارجه وزير به د مشهد ښار دو??ه هم كوي۔ د پلاويو په كچه خبرو كښې به دو??ړه خارجه وزيران د دوه اړخيزه اړيكو لا پراخا كولو په شمول بېلو څانګو كښې د مرستې لا مستحكم كولو جاج اخلي۔ دو??ړه خارجه وزيران به د سلامتيا په عمو??ي وضعه او په خاص توګه په افغان امن عمل او د كشمير مسئله كښې په شوي پېش رفت د خيالاتو څرګندونه كوي۔ دو??ړه به د ای سی او د سېوري لاندې د سيمه ايزې مرستې په مستحكم كولو هم غور كوي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ايران دو??ه د دو??ړو هېوادونو ترمينځھ په لوړه كچه د تګ راتګ ??وه برخه ده۔ ايراني خارجه وزير جواد ظريف د تېر كال 2020 په نومبر مياشت كښې د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په بلنه د پاكستان دو??ه كړې وه۔ دغسې دو??ړو خارجه وزيرانو په 30 مارچ 2021 د تاجکستان پلازمينه دو??نبه كښې د هارټ آف ایشیا استنبول پروسېس وزارتی کنفرنس نهمې غونډې په مهال هم ملاقات كړے و۔