اسلام آباد 14 اپريل (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد وئيلي دي په تحريك لبيك پاكستان د بنديز لګولو پريكړه شوې ،په دې لړ كښې د پنجاب حكومت په سفارش كابينې ته به سمري ليږلي شي، قانون لاس كښې اخستونكو په ضد به مقدمي درج كولې شي، بندې لاري بحال كرې شوي،تښتولې شوي پوليس اهلكار راخوشي ك??ې شوي، زمونږ په دور كښې د ناموس رسالتۖ ﷺ په ضد څوك خبره نه شي كولې، وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو په پليټ فارم د ناموس رسالتۖ بيرغ هسك كړے۔ د شورو په ورځ په خپل كور كښې مهم پرېس كنفرنس ته وينا كښې د كورنيو چارو وزير ووئيل مونږپه اتفاق سره قامي اسمبلۍ كښې داسې قرارداد وړاندې كول غواړو كوم څخه چې نړۍ ته ښه پيغام لاړ شي خو د تحريك لبيك لارښود رياستي معاملات تر نظره نه ساتي او يوه داسي مسوده غواړي چې ورسره نړۍ ته د پاكستان د انتهاء خوښي هېواد تاثر وركړے شي ده ووئېل د پنجاب حكومت په سفارش د تر??ه ګرۍ مخنيو ايكټ 1997ء تر??خه په تحريك لبيك پاكستان د بنديز لګولو پريكړه شوې او سمري به كابيېنې ته ليږلي شي۔ده ووئيل زه پخپله د ناموس رسالتۖ او ختم نبوت ﷺ ??پاهي يم او زما څخه زيات كوم بل څوك دې مشن لپاره زندان ته نه دې تل??ي، وزيراعظم عمران خان ملګرو ملتونو كښې د ناموس رسالتۖ بيرغ هسك كړے، وزارتونه څه حيثيت نه لري خو څنګه چې تيره ورځ د ايمبولينسو لاره بنده ك??ې شوه او رنڅوران ستونزو سره مخ شوي او د كووډ په صورتحال كښې د آكسيجن ګاړو له هم لارنه نه ده ورك??ې شوي،دا صورتحال به ونه زغملے شي ۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل زه يادګېره دركول غواړم چې زه د اسمبلۍ هغه غړے ووم ??وم چې كله د (ن) ليګ په دور كښې د ختم نبوت ﷺقانون كښې بدلون وړاندې كړے شو نو ما هغه بيرته اخستلو له غږ پورته كړو ، د مولانا فضل الرحمن ګوند هم د ختم نبوت ﷺ قانون كښې بدلون له ووټ وركړے ؤ۔ ده ووئيل زمونږ په دور كښې د ختم نبوت او ناموس رسالتۖ په ضد څوك خبره هم نه شي كولې۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل د جي ټي روډ او موټروے پشمول ټولي لاري بحال شوي،د تحريك لبيك په بريدونو كښې دوه پوليس اهلكار شهيدان او 340 ژوبل شوي۔ده ووئيل د پوليس قربانيو ته پيرزوئني وړاندې كوم ۔ ده ووئيل پوليس، قانون نافذ كوونكو ادارو او عسكري او انټيلي جنس ادارو په زړه پوري كار كړے۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل كوم ??وليس اهلكار چې تښتولې شوي وؤ هغه راخوشي ك??ې شوي۔ ده ووئيل حكومت د ناموس رسالتﷺ په اړه بل قامي اسمبلۍ ته وړاندې كولو له چمتو ؤ او مونږ دې مقصد لپاره د تحريك لبيك لارښودو سره بيا بيا غونډي كړي ۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل د مذهبي ګوند كوم ??ګړي چې سوشل ميډيا چلوي هغه غلطي كوي، تر څو به هغوي دا كار كوي ؟ داسي كولو سره هغوي حكومت نه بلكه خپل ځان مسائلو سره مخ كوي۔ده ووئيل هغوي چې كومه مسوده راوړل غوښتل هغه داسې وه لكه چې ورسره د پاكستان د انتهاء خوښي تاثر نړۍ ته تر??اسه كيدلو،مونږ داسې مسوده غوښتله كومې څخه چې د نبي كريمۖ پيغام عام شي،بايد خبرو اترو كښې د رياست چاري تر??ظره وساتلې شي۔د كورنيو چارو وزير ووئيل كومه لوظنامه چې شوي وه په هغې ولاړ يو خو د كوم ډول مسودې تقاضا چې كيدله د هغې سره نړۍ ته د پاكستان د انتهاء خوښي هېواد تاثر تر??اسه كيږي دغسې مونږ پارليماني او په ښه ډول قرارداد راوړل غوښتل۔د كورنيو چارو وزير ووئيل قانون لاسو كښې د اخستونكو په ضد به مقدمي درج كولې شي او د پنجاب حكومت په تحريك لبيك د بنديز لګولو په سفارش به وفاقي كابينې ته سمري ليږلې شي۔د يوي پوښتني په ځواب ده ووئيل د 2016ء نه پس د تحريك لبيك لارښود خادم رضوي او سعد رضوي سره زما كوم ??لاقات نه دے شوے، په ختم نبوت او ناموس رسالتۖ مونږ ايمان لرو او زه د دې سپاهي يم