ملتان۔3اپریل(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د ذاتي ګټو په بنياد جوړ شوے د پي ډي اېم غېر فطري اتحاد خپل انجام ته رسېدلے دے۔ د پی پی او ن لیګ ترمينځه اختلافات رامخې ته شوي۔ حكومت ختمولو له د كورونو نه رابهر شوي كسان خپلو كورونو ته بېرته تلي۔ د بې وزلۍ ختمول او د تل پاتې پرمختګ هدفونو ترلاسه كول زمونږ د حكومت د ترجيحاتو مهمه برخه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه تېره ورځ د ملتان د قومي حلقو اېن اے 156 او 157 په بېلو يونين كونسلو كښې بېلو دستورو ته خطاب او پلاويو سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې ??كړه۔ هغه ووئيل دا مهال تاثر ??ا رامخے ته شوے دے چې د هندوستان ??اك??تان سره اړيكې د معمول له مخې شوي دي او تجارت پېل شوے دے خو دا تاثر ??م نه دے۔ د حكومت ښكاره پرېكړه ده چې ??اك??تان به په روانه وضعه كښې ??ند سره هېڅ ډو?? تجارت نه كوي۔ د ??اك??تان پرله پسې دا دريځ پاتے شوے دے چې هند سره وړاندې تللو له دا ضروري ده چې د هند لخوا دې په زړه پورې چاپېرچل جوړ كړے شي او هندي حكومت دې د 5 اګست2019 يو اړخيزه او غېر قانوني ګامونو ته يو وارې بيا كتنه وكړي۔ ??اك??تان كله هم هند سره خبرو نه شاته شوې نه دې۔ هغه ووئيل نن نړۍ افغان امن عمل كښې د ??اك??تان د روغې جوړې كردار ستائنه كوي۔ هغه ووئيل ??اك??تان به افغانستان كښې امن په ځائې كولو له د روغې جوړې خپل كردار اخلاص سره ترسره كوي۔ هغه ووئيل هېواد كښې د كورونا نه د بچ كولو وېکسینېشن عمل كاميابۍ سره روان دے۔ هغه هيله ولرله چې د اولس په مرسته به حكومت د تېر وخت په شان د دې وباﺀ مخنيوي كښې ??اميابي تر لاسه كړي۔ هغه ووئيل سوئيلي پنجاب زمونږ اولنۍ ترجيح ده۔ هغه ووئيل په اولني ځل سوئيلي پنجاب لپاره 33 فیصده بجټ بېل كړے شوے دے۔ خارجه وزير د حلقه اېن اے 157 او 156 بېلو يونين كونسلو ته لاړو او دغلته ئې د ودونو دستورو كښې ګډون وكړو۔ هغه په تېرو ورځو كښې د حق رسېدلو كسانو كورونو ته هم لاړو چرته چې هغه د حق رسېدليو لوړو درجو له فاتحه خواني وكړه