اسلام آباد۔22مارچ (اے پی پی) د علامه اقبال اوپن پوهنتون وائس چانسلر، پروفېسر ډاکټر ضیاء القیوم وئيلي دي چې ټول قام نن د نهې په ورځ د پاكستان ورځ لمانځي ۔ دا ورځ مونږ ته زمونږ د مشرانو د هغه عزم ياد راكوي كوم چې هغوي د هندوستان مسلمانانو لپاره ?? يو آزاد هېواد جوړولو لپاره كړے وو۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د 23 مارچ پاكستان ورځې حوالې سره ?? زده كوؤنكو په نامه خپل پېغام كښې وكړه۔ وائس چانسلر خپل پېغام كښې زياته كړه چې ستر قومونه كله هم د خپل پلار نيكه قربانۍ هېرولې نه شي او هم ??غه سبب دے چې نن پاكستانې قوم د پاكستان مؤسس قائد اعظم محمد علي جناح او ډاكټر علامه اقبال او د تحريك پاكستان نورو مشرانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوي۔ هغه ووئيل زده كړې د تيرو نه رڼاګانو او د نامعلوم نه تر معلومه زمونږ لارښودنه كوي۔ زده كړې مونږ ته د خپل مور پلار ٬ استاذانو او مشرانو د احترام كولو ٬ ضرورتمندو سره ?? مرستې كولو ٬ د يو بل د حقونو خيال ساتلو او په ټ??لنه كښې د ژوند كولو آداب ښ??ئي ٬ ځكه ځوان كول له به ټ??ل پام د زده كړو ترلاسه كول پلو ګرځول وي۔ هغه ووئيل نوې نسل زده كړو ته پام كولو سره ?? دې هېواد په سوكالۍ او پرمختګ كښې بنيادي كردار ترسره كولې شي۔