اسلام آباد۔ 4 فروری(اے پی پی) ?? اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي چې ﴿نن﴾ د جمعې ورځ به پا??ستان او ګرده ن??ۍ كښې پا??ستاني او كشميري ورورولي د كشمير يو والي ورځې په توګه په بشپړه ډول لمانځي۔ كشميري اولس سره د يو والي څرګندونې له به صدر او وزيراعظم د آزاد جمو وكشمير دوره كوي۔ صدر ډاكټر عارف علوي به د آزاد كشمير قانون سازې اسمبلۍ ته او وزيراعظم عمران خان كوټلي كښې اولسي غونډې ته خطاب كوي۔ هغه د زيارت په ورځ پي آئي ډي كښې وفاقي وزيرانو علی امین ګنډا پور ‘د كشمير كمېټۍ چیئرمېن شهریار آفریدی او كشميري لارښودو سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ ?? اطلاعاتو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل په 5 اګست كال 2019 هند غاصبانه طريقې سره د مقبوضه كشمير حېثيت بدل كړو۔ هغه ووئيل وزیراعظم عمران خان ټوله ن??ۍ كښې د كشمير مسئله پورته كړه او پا??ستان نړيوالې ورورولۍ نه دا غوښتنه كوي چې هغه دې د مودي ٬ د هند د جارحانه رويې ٬ ظلم او بربريت نوټس واخلي۔ هغه ووئيل پا??ستان به د كشميريانو سفارتي ٬ اخلاقي او سياسي ملاتړ روان ساتي۔ د يوې پوښت??ې په ځواب كښې هغه ووئيل پا??ستان امن خوښوونكے هېواد دے۔ د قانون په سرلوړۍ باور لري۔ هغه ووئيل د تېرو دوه كلونو نه پا??ستان په ن??يواله كچه د كشمير مسئله پورته كوي۔ عمران خان چې د كشميريانو په كوم ډول ترجماني كړې تېر وخت كښې مثال نه لري۔ هغه ووئيل په تېرو 70 كلونو كښې د مودي حكومت په شان كوم ظالم او جابر حكومت هند كښې راغلے نه دے۔ هغه زياته كړه چې مودي حكومت د آر اېس اېس نظريې سره مخ په وړاندې روان دے۔