اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي) هند د ??ال 1947 څخه مقبوضه جمو و كشمير سره د خپلې كالونۍ غوندې سلوك كوي كله چې د دوي ځواكونو د نړيوال قوانين٬ د نيمې وچې د تقسيم منصوبې او د كشميريانو د خوښې خلاف د اكتوبر په 27مه نيټه ??ال 1947 كښې په سري نګر وروختل ۔ د کشمير ميډيا سروس تحقيق څانګې لخوا په جاري كړي رپورټ كښې وئيلي شوي د اګست په پنځمه نيټه ??ال 2019 د مقبوضه جمو و كشمير خاص حېثيت ختمول د غېر قانوني هندي اقدام مقصد كشمير نو آباديات جوړولو پ??و يو بل ګام دے۔ رپورټ كښې وئيلي شوي د كشمير خاص حېثيت ختمول د هندوتوا قواؤ خوب ٶ۔ رپورټ كښې وئيلي شوي مودي سركار د كشميريان په زياته زمكه قبضه كولو او غېر كشميريان په سيمه كښې آبادولو سره خپله نوآبادياتي منصوبه پراخه كوي۔ رپورټ كښې په دې خفګان ښكاره كړے شوے چې هند د بې ګناه خلقو د قتل عام د لارې كشميريان ختموي٬ د کے اېم اېس په رپورټ كښې وئيلي شوي په نومبر ??ال 1947 كښې هندي پوځ او هندوانو پ?? جمو كشمير كښې د زرګونو پ?? شمېر مسلمانان ھغه وخت قتل كړي وو كله چې ??غوي پاكستان ته كډه كوله او د هندي ځواكونو لخوا ??ال 1990 نه تر اوسه په مقبوضه سيمه كښې د قتل عام يو شمېر ناوړه پېښې رامخئ ته شوي۔ رپورټ كښې وئيلي شوي د هند ځواكونو 1947 نه تر اوسه د څلور لكه نه زياته بې ګناه كشميريان شهيدان كړي او د تېرو دريو لسيزو پ?? مهال 95 زره 723 كشميريان شهيدان كړې شوي۔ رپورټ كښيې زياته كړې شوې په مقبوضه سيمه كښې پنډتانو او ريټائرډ هندي عسكرو لپاره جلا كالونۍ جوړول د مودي سركار د نو آبادتي منصوبې برخه ده۔ رپورټ كښې وئيلي شوي فسطائي مودي سركار د هند كاروباري كمپنۍ د كشمير نوآبادياتي پراختيا لپاره استعمالوي او پ?? كشمير كښې خپله نو آبادياتي منصوبه د اسرائيل په طرز مخ په وړاندې بيائي۔ رپورټ كښې وئيلي شوي په مقبوضه سيمه كښې د هند نو آبادياتي اقدام د ملګرو متلونو د قراردادونو واضحه خلاف ورزي ده۔ د رپورټتر مخه مېړني كشميريان د هند نوآبادياتي منصوبې ته د ماتي وركولو عزم لري او نړيواله وروررولۍ له هم پكار دي چې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي او پ?? مقبوضه سيمه كښې د آبادۍ تناسب بدلولو لپاره د مودي د ناوړه منصوبې نوټس واخلي