اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ??ئي??ي دي د وزيراعظم عمران خان په ديانتدارې، رښتينولۍ او محنت ټول قام متفق دے، هغه به قام د سياسي، معاشي بحرانونو نه ويستلو سره مخ په وړاندے بوځي، د كورنيو چارو وزارت به په 120 ورځو كښې بدل شي، اولس ته به اسانۍ وركړو، پاركونه او باغونه به بهتر كړو، ناكې مو ختمې كړي، پوليس ته به نور ګاډي وركړو. ده دا خبرې د شورو په ورځ د پوليس پاسنګ آٶټ پرېډ دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. وزيراعظم مخاطب كولو سره ده و??ئي?? الله تعالٰي تاسو له عزت دركړے او تاسو پوليس ته عزت وركړو. تاسو وړومبنے وزيراعظم ئې چې د پوليس په پاسنګ آٶټ دستوره كښې مو ګډون وكړو. دې سره د كراچې نه تر طورخم د امن او امان وظيفه ترسره كوونكو ځوانانو عزت ترلاسه كړے او فخر محسوسوي. ده و??ئي?? په اسلام آباد كښې پنځه سوه كېمرې خرابې وې، اوس ټولې 18 سوه كېمرې درست كار كوي، د پوليس هغه چيك پوسټونه چرته به چې وګړي تنګولے شول ختم كړې شوي. يوازې درې پاتې دي، هغه به هم په نورو ګاډو ترلاسه كېدو ختم كړے شي. ده و??ئي?? وزيراعظم عمران خان چې څنګه كار كوي، د هغه نوم به يوازې په پاكستان كښې نه بلكې په نړۍ كښې اخستلے شي. ده و??ئي?? په اسلام آباد كښې تر ټولو ښه ډله كار كوي. د پوليس هاٶسنګ لپاره دوه سوه كناله زمكه ترلاسه كړې شوې. وزيراعظم ته خواست دے چې د څلور سوه كناله وركولو احكامات جاري كړي. ده و??ئي?? په اسلام آباد كښې ډېرې مدرسې شته چرته چې د قرآن او سنت تعليم وركړے كېږي. مونږ به د ټ??ل مكاتب فكر علماﺀ ځان سره مخ په وړاندې بوځو، په 120 ورځو كښې به د كورنيو چارو وزارت بدل شي. ده و??ئي?? نن يوولس سوه ځوانان په پوليس كښې ګډون كوي، وزيراعظم دې د نورو پنځه سوو ځوانانو د بهرتې منظوري وركړي.ده و??ئي?? وزيراعظم ته خواست دے چې د اسلام آباد پوليس تنخا د پنجاب پوليس برابر كړي.