اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) اميرالبحر اېډمرل محمد امجد خ??ن نيازي وئيلي دي پاك بحريه د هر ډول جارحيت سم ځواب وركولو لپاره هر وخت چمتو ده. د پاك بحريه وياند له مخې په نېول هېډكوارټرز اسلام آباد كښې د پاك بحريه د كمانډ اېنډ سټ??ف كانفرنس وشو. د كانفرنس مشري د پاك بحريه مشر اېډمرل محمد امجد خ??ن نيازي وكړه. د كانفرنس په مهال د منطقې د امنيت صورتحال، د پاك بحريه د آپرېشنل تيارې ، د ځوانانو د تربيې او د خېر ښېګړې د چارو جاج واخستلے شو. نېول چيف ته د پاك بحريه د بېلا بېلو دفاعي پروژو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو. امير البحر د جديد ټېكنالوجې ترلاسه كولو ?? لارې د پاك بحريه په صلاحيتونو ك??ې اضافې لپاره اقدامات او آپرېشنل تيارې وستائيلې. نېول چيف په هېواد كښې د كورونا وبا مخ نيوي لپاره د حكومت په پالېس د مكمل عملدرآمد په اړه فيلډ كمانډز ته هدايات هم وركړل.