اسلام آباد۔29نومبر(اے پی پی) صحت لپاره د وزیر اعظم خصوصي مرستيال ډاكټر ??ېصل سلطان د صحت وزیر تیمور ظفر جهګړه سره نن د پولیو په ضد د پنځه ورځنی کمپاین ??را??سته وكړه۔ د اطلاعاتو وزیر کامران بنګش او چیف سکریټري ډاکټر کاظم نیاز هم ورسره مل وو. د پوليو كمپ??ئن په مهال به د 5 كالو نه د كم عمر 64 لكه كوچنيانو ته پوليو قطرې وركولې شي۔ ډاکټر ??یصل سلطان ووئیل چې مونږ د وزیر اعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پوليو د ختمولو عزم لرؤ۔ هغه ووئيل وفاق او صوبې پوليو ختمولو له په جامع تګلاره كار كوي او پوليو ختمول ??مونږ مذهبي او اخلاقي فريضه ده۔ هغه ووئيل په پاكستا?? او افغانستان كښې اوس هم د پوليو كېسونه رپورټ كېږي چې له امله ئې نه يوازې دا چې زمونږ كوچنيان غېر محفوظ دي بلكې د نړيوالې ورورولۍ په وړاندې زمونږ وقار ته هم زيان رسي۔ ډاكټر ??ېصل سلطان ووئيل د اولس د ملاتړ نه غېر د پوليو په ضد جنګ ګټلے نه شؤ۔ هغه ووئيل د پوليو ختمولو له سول ??وسائټي ٬ علماﺀ كرام ٬ مذهبي سكالرا?? او ميډيا مهم كردار ترسره كولے شي