اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) پا??ستان د هندي ميډيا په فرانس كښې د مېشته پاكستانيانو په اړه غلط او بې اساسه خبرونه رد كړي دي كومو كښې چې وئيلې شوي دي چې د اوسنيو پېښو نه و روستو فرانس كښې مېشته پاكستانيان ستونزو سره مخ دي۔ د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري د اتوار په ورځ جاري كړې خپل بيان كښې وئيلي چې د هندي ميډيا ځينو برخو او د جعلي ټوئټر اكاؤنټس ?? لارې د خپرېدونكو فېك نيوز نوټس ??خستے شوے دے۔ وياند وو??يل دا ډول بې اساسه او په غلطو معلوماتو اډانه خبرونه د هند د پاكستان مخالف پروپېګنډې برخه ده۔ وياند وو??يل فرانس كښی مېشته پاكستاني وګړي قانون خوښوونكي وګړي دي او هغوي د فرانس معيشت كښې مثبت كردار ترسره كوي۔ وياند وو??يل چې فرانس كښې مېشته پاكستانيانو لخوا د اوسنيو پېښو نه وروسته كوم ??كايت رامخے ته شوے نه دے۔ هغه وو??يل چې د سمو معلوماتو لپا??ه بايد پېرس كښې د پاكستاني سفارت ټويټر هېنډل @PakinFrance ته رجوع وكړے شي