اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د افغانستان كشالې پحقله د خپل پخواني دريځ پخلي كولو سره وئيلي دي د افغانستان كشاله هېڅ پوځي حل نه لري٬ ??وا??ې حل ئې سياسي لاره ده
نړيوالې ورورولۍ افغان امن عمل كښې سهولت ل??ار?? د ??اكستان د مثبت كردار اعتراف كړے ، هيله لرو چې افغان قيادت به دا تاريخي موقع په تعميري ډول په ګډه كار كولو٬ په پراخه بنيادونو او كوټلي حل لپاره پكار راولي، پاکستان به د افغانستان سباٶن پحقله د افغان ډلو ترمېنځه د تر سرخ كېدونكې حل ملاتړ كوي، د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت بلها موقعې شته كوم چې شريكې ګټې لپاره كارولو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې سولې لپاره د افغانستان د اعليٰ کونسل چيئرمېن ډاکټر عبدا?? عبدا?? سره په ملاقات كښې كړې چا چې وزيراعظم سر?? د ??هې په ورځ ملاقات كولو۔ وزيراعظم د ډاکټر عبدا?? عبدا?? هركلي كولو سره د افغان امن عمل كاميابۍ لپار?? د ??ېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده هيله ولرله چې د عبدالله عبدالل?? د ??اكستان دوره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو لپار?? د ??وې باب اضافه وي۔ وزيراعظم د افغانستان مسئلې پحقله د خپل پخواني دريځ پخلي كول سره ووئيل دا مسئله كوم پوځي حل نه لري بلكې د دې ??وا??ې حل سياسي لاره ده۔ ده په دې خبره د اطمينان څرګندنوه وكړه چې نړيوالې ورورولۍ دا موقف تسليم كړے او افغان امن عمل كښې سهولت ل??ار?? د ??اكستان د مثبت كردار ئې اعتراف هم كړے ۔ ده ووئيل د امريكې او طالبانو لوظنامه په دې هلو ځلو كښې مهم ګام دے۔ وزيراعظم د 12م ستمبر د بين الافغان مذاکراتو پېل په اړه هم هيله څرګنده كړه چې افغان قيادت به دا تاريخي موقع په تعميري ډول په ګډه كار كولو ٬ په پراخه بنيادونو او كوټلي حل لپاره پكار راولي ۔ده ووئيل بايد ټولې افغان ډلې ډز بندۍ لپاره په تشدد كښې كمې راوستلو لپاره كار وكړي۔وزيراعظم ووئيل پاكستان به د افغانستان سباٶن پحقله د افغان ډلو ترمېنځه د تر سرخ كېدونكې حل ملاتړ كوي او د دې نه پس به د بيا رغونې او د اقتصادي پرمختګ لپاره افغانستان سره بشپړه مرسته كوي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د پاکستان او افغانستان ترمېنځه د تجارت بلها موقعې شته كومې چې شريكې ګټې لپاره پكار راوستلو ته اړتيا ده٬ پاکستان په افغان ټرانزټ ټريډ كښې سهولت وركولو سره سره دوه اړخيزه تجارت ٬ اقتصدادي اړيكې او د اولسي رابطو قوي كولو لپاره به ټولې هڅې پكار راولي۔ وزيراعظم ووئيل زه د اولس مشر اشرف غني په بلنه د افغانستان خپلې دورې ته سترګې په لار