فېصل آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري وئيلي دي چې د ستمبر 6مه نېټه زمونږ ?? قامي او عسكري تاريخ مهمه او يادګار ورځ ده٬دا مونږ ??ه د هغه ورځې ياد راكوي كله چې د پاكستان بهادر پوځ او ټول قام يو موټې كېدو سره د هن??ي جارحيت په ضد د خپلې آزادۍ او قامي و??ار دفاع كړی وه. ده دا خبرې په فېصل آباد كښې د پاكستان د دفاع ورځې په لړ كښې استحكام پاكستان كنفرنس ته د ??اص مېلمه په توګه د وېنا كولو په مهال وكړې. ده ووئيل چې د كال 1965م په جنګ كښې د پاكستان وسله والو ځ??اكونو او قوم يو موټې كېدو سره د ځان نه لس چنده زيات عددي قوت لرونكې دښمن ته ماتې وركړې. ده ووئيل چې د ستمبر شپږمه نېټه مونږ ??ه د خپلو شهيدانو ياد راكوي. مونږ په دې ورځ د دې لوظ پخلې كوو چې د هېواد دفاع لپاره به د كوم ډول قربانې څخه ډډه نه كوو