اسلام آباد 31 اګست (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د كراچۍ اولس په ستونزو سترګې نشو پټولې٬وفاق به د كراچۍ س??ونزې لرې كولو او پرمختګ لپاره خپل بشپړ كردار ??رس??ه كوي٬روانه ا??نۍ دې د كراچۍ ټرانسفارمېشن پلان ته حتمي شكل وركړے شي۔ده دا خبرې په خپله مشرۍ كښې د كراچۍ د ستونزو مستقل حل لپاره د كراچي ټرانسفارمېشن پلان په اړه غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې ۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر٬د بحري چارو وزير سيد علي زيدي(وېډيو لنك)د سندھ ګورنر عمران اسماعيل٬د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل محمد افضل او د اړوندو وزارتونو سېكرټريز او اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔د غونډې په مهال وزيراعظم ته د قائد ښار د ستونزو او د دې ستونزو مستقل حل لپاره د كراچي ټرانسفارمېشن پلان په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔د منصوبه بندۍ وزارت لخوا د كراچۍ ټرانسفارمېشن پلان په اړه وزيراعظم ته پريزينټېشن هم وركړے شو۔دا پلان د كراچۍ س??ونزې او ضروريات تر مخه تشكيل كړے شوے ۔وزيراعظم د كراچۍ په ستونزو خبرې كولو سره ووئيل د هېواد پرمختګ د كراچۍ پرمختګ سره تړون لري۔په كراچۍ كښې د اولس ?? ستونزو نه په مكمل توګه خبر يو٬د اولس ?? ستونزو نه سترګې نشو پټولې۔وزيراعظم هدايت وكړو چې ټولو ډلو سره په مشورۍ دې روانه ا??نۍ كښې د كراچۍ ټرانسفارمېشن پلان ته حتمي شكل وركړے شي چې دغسې د دې د باقاعده منظورۍ او عملدرآمد كار پیل كړے شي