اسلام آباد ۔ 24 اګست (اے پی پی) خارجه وزير ش??ه محمود قرېشي وئيلي دي د هند چې څه ??وښ?? وي هغه دې وائي۔ پاكستان او چين به په سي پېك مخ په وړاندې تلل روان ساتي۔ سعودي عربستان نه خو پېسې غوښتې دي او نه ئې په قرض تېل وركول بند كړي۔ دا ټولې بې بنسټه خبرې دي۔ د کشمیر په اړه د هند د ”اټوټ انګ” ادعاګانې مونږ نه منو او ”داخلي معامله” نړۍ نه مني۔ هند د جعلي ”فلېګ آپرېشن” ناټک كولې شي۔ هند د كشميريانو حوصلې ماتولو كښې ناكامه راغلے او جموں او كشمير كښې د لاك ډاؤن په ضد د بغاوت بېرغ هسك كړے شوے۔ د اسرائیل په اړه به پاكستان د كوم فشار له مخې پرېكړه نه كوي۔ د پاكستان او سعودي عربستان دريځ په دې اړه يو دے۔ د ګل په ورځ خارجه وزارت كښې خبري كنفرنس ته وفاقي وزير ??وئيل د تېر كال 5 اګست اقداماتو او د كشميريانو تشخص او آئيني حېثيت له مينځه وړلے ۔ د هند لخوا د تور قوانين نافذ كول زيات شوي۔ ده د نړيوالو عالمي اقتصادي پوهانو حواله وركولو سره ووئيل د هندي اقداماتو د لاسه كشمير كښې په يو كال كښې د 5 اربه ډالرو معاشي زيان شوے ۔ ده ووئيل د مقبوضه كشمير 6 پارټۍ كومو به چې وړاندې ډلي سركار ته كتل اوس له هغه وېزاره دي۔ دا لوئي بدلون دے۔ خارجه وزير ??وئيل چين په ښكاره توګه د هند د 5 اګست اقدامات مسترد كولو سره وئيلي دي په خت??ز لداخ كښی مونږ د هند دريځ نه قبلوؤ۔ دغسې چين د سي پيك په اړهد شكونه هم په ګډه اعلاميه كښې مسترد كړي ۔ خارجه وزير ??وئيل هند پخپله د كشمير مسئله سلامتي كونسل ته يوړله او بيا ئې د سلامتي كونسل د قراردادونو په ضد ګامونه پورته كړل۔ د سي پېك په اړه خارجه وزير ??وئيل په سي پېك د پاكستان او چين دريځ ښكاره دے۔ هند چې څه غواړي هغه دې وائي٬ په سي پېك به پېشرفت روان وي۔ د افغانستن په اړه خارجه وزير ??وئيل مونږ غواړو چې انټرا افغان مذاکرات زر تر زره پېل شي او دغلته امن او استحكام په ځائې شي۔ ده ووئيل مونږ د افغانستان خپلواكي او افغانستان سره د ورورولۍ اړيكې غواړو۔ ده ووئيل پاكستان د روغې جوړې هڅو كښې د سهولت كار كردار ترسره كوي۔ د خپل سباؤن پرېكړه به افغان اولس له پخپله كول وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښی ده ووئيل افغانستان لپاره د چين خصوصي نمائنده ډېر زر پاكستان ته راځي۔ ده ووئيل د افغانستان د اكثريت دريځ دا دے چې د افغانستان په پرمختګ كښې پاكستان مهم كردار ترسره كولے شي