اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د وزيرِاعظم عمران خان په مشرۍ كښې هېواد كښې د انټر??ېټ پراختيا او د ښه كورېج باوري كولو سره د ټېلي كام څانګې په چارو د غور كولو لپاره د لوړې كچې غونډه د نهې په ورځ وشو ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو شفقت محمود، محمد حماد اظهر، امين الحق، اسد عمر، د خزانې صلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، خاص مرستيالې تانيه اېدرس، د انفارمېشن ټېكنالوجۍ ډٶيژن سېكرټر??، د پي ټي اے چئيرمېن، د يونيورسل سروس فنډ سي اي او او نورو لوړ پورو ګډون وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ له مخې غونډه كښې د هېواد تر لرې پرتو سيمو د انټر??ېټ پراختيا او د ښه كورېج باوري كولو سره د ټيلي کام سيکټر په اړه د اړوندو مسئلو په حل كولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ زده كوٶنكو له د انټر??ېټ آسانۍ او ارزان پېكج وركولو اقداماتو په حقله هم تفصيلي خبرې وشوې۔ ??ه دې مهال هېواد كښې لرې پرتو سيمو كښې د موبائل انټر??ېټ كورېج باوري كولو په اړه د يو اېس اېف په بېلا بېلو منصوبو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزيرِاعظم د تعليم ودې پحقله د ټيلي سکولنګ او د انټر??ېټ د لارې د تعليم وركولو د اقداماتو ستائنه كولو سره ووئيل د ځوانانو صلاحيت پكار رواوستلو لپاره ضروري ده چې دوي له د تعليم په ترلاسه كولو لپاره آسانۍ وركړے ش??، د تعليم غوندې ترجيحي څانګې د يو اېس اېف ??ه دائره كار كښې شاملولو لپاره دې ټول ضروري اقدامات وكړے شي۔ وزيراعظم موبائل او انټر??ېټ کوريج ته پراختيا وركولو لپاره په خاص توګه لرو پرتو سيمو كښې كوريج زياتولو په اړه د يو اېس اېف د بېلا بېلو اقداماتو ستائنه كولو سره ووئيل د تعليم غوندې ترجيحي څانګې د يو اېس اېف ??ه دائره كار كښئ شاملولو لپاره دې ټول ضروري اقدامات تند كړے شي۔ د ځوانانو انټر??ېټ ته رسنه او ارزان پېكجز وركړې سره د ټېلي كام په څانګه كښې د اړوند مسئلو حل كولو لپاره وزيراعظم امر وكړٶ چې ??ه دې معاملو په اقتصادي رابطه كمېټۍ كښې غور وكړئ او په راتلونكو دوو اوونيو كښې ??ه دې بابله پرېكړې وكړئ۔