اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د سمندري چارو وفاقي وزير علي حېدر زېدي وئيلي دي٬ په ما د كرپشن تورونه لګولي شوي٬ مونږ په خپلو بچو حرام نه دي خوړلي ۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خبرو اترو په مهال ده ووئيل پيپلزپارټ?? ما ته وئيلي چې ته كرپټ وزير ئې، زه چېلنج وركوم چې د يوې روپۍ كرپشن ثبوت راكړۍ، مونږ پخپلو بچو حرام نه دي خوړلې۔ علي زېدي د عزير بلوچ د جے آئي تي ??اپ??ر ايوان ته راوړو ۔ده ووئيل پاكستان كښئ د ټولو نه وړاندې ترهګري پيپلز پارټۍ راوړې٫ په كال 1981 كښې الذوالفقار د پي آئي اے الوتكه تښتولې وه٬ خالد شهنشاه چا وژلے ٬ بلاول د يو نيم ارب اثاثې لري٬په كال 2016 كښې ??ې 5.5 لكه روپۍ ټېكس وركړے او په كال 2017 كښې ئې دوه نيم لكه روپۍ ټېكس وركړے۔ ده ووئيل جے آئي ټي ??اپ??ر وائي چې د عزير بلوچ كورنۍ د پېل څخه د پېپلز پارټۍ سره وه٬ د جے آئي ټي له مخې نثار مورائي د درېو قتلونو اعتراف كړے۔ ده ووئېل د سعيد غني زوې د ډرګ سپلائرز سرپرستي كوي۔ عزيز بلوچ چې د كومو خلقو په وېنا قتلونه كړي ھغوي دلته په ايوان كښې په بجټ تقريرونه كوي۔