اسلام آب??د ۔ 26 جون (اے پی پی) صدر مملکت ډاكټر عارف علوی تر ورچوئل پوهنتون رس??ه زياتولو او د ګلوبل ماركيټنګ لپاره د 5 كلنې منصوبې جوړولو سپارښاتنې كولو سره وئيلي دي د كورونا وبا تر مخه ورچوئل پوهنتون د نوې انفارمېشن او کمیونیکېشن ټېکنالوجۍ د لارې تر زده كړو رسنه كښ?? مهم كردار ترسره كولے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ ايوان صدر كښ?? د ورچوئل پوهنتون په اړه د يوې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه۔ غونډه كښ?? د انفارمېشن ټېكنالوجۍ سېكرټري شعېب احمد صدیقی، د صدر سېكرټري طارق نجیب نجمی، د ورچوئل پوهنتون لنډ مهاله رېکټر نعیم طارق او د فېكلټۍ غړو ګډون كولو۔ لند مهاله رېكټر صدر ته هېواد كښ?? د زده كړو وده كښ?? د پوهنتون كردار په اړه بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل ورچوئل پوهنتون د انفارمېشن او کمیونیکېشن ټېکنالوجی د لارې زده كوؤنكو ته ارزانې زده كړې وركوي۔ صدر مملکت د زده كړو وده كښ?? د پوهنتون د كردار ستائنه كولو سره ووئيل د کورونا وائرس په تناظر كښ?? د فاصلاتي تعليم اهميت ډېر زيات دے۔ ده ووئيل دې صورتحال كښ?? اي لرننګ پوهنتونونو ته بلها موقعې ترلاسه شوي او دې څخه استفادې كولو له ورچوئل پوهنتون انتظاميه بايد ګامونه پورته كړي۔ ده په دې خبره زور راوړو د نوې تګلارې د لارې دې تر لوړو زده كړو رس??ه زياته كړے شي دغسې چې پاكستان د زده كړو په څانګه كښ?? مخ په وړاندې لاړ شي