اسلام آباد 29 م??ی (اے پی پی) د سينيټ چئرمین محمد صادق سنجرانی د ایران مجلس شوری په سپیکر ټاكلې كيدو محمد باقر قالیباف له مباركي وركړې ده۔ د جمعې په ورځ د سينيټ سيكټريټ لخوا جاري بيان له مخې د سينيټ چیئرمین ووئيل نوي ټاكلې سپیکر له مبارکي وركوم، نوے ټاكلے شوے د ايران د مجلس شوری سپیکر د پاکستان ملګرے دے۔ ده ووئيل نوے سپیکر د تهران میئر هم پاتې شوے او هغه زيات مقبولیت لري ۔ده ووئېل پاکستان هغه خپل پخوانے ملګرے ګڼي۔ صادق سنجرانی ووئيل هغه به د پاکستان ایران ملګرتيا لا قوي كولو كښې كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل د اوسني ??ور په ستونزو قابو موندلو لپاره به په ګډه هلې ځلې كول وي?? پارلیمانی معاونت او رابطه کارۍ ته به وده وركول وي۔ د سينيټ چیئرمین ووئيل د سيمې امن لپاره د اسيائي سيمې پارلمانی مشران به يو موټې كول وي، په کورونا وبا قابو موندلو له هم سيمه ايزه ??و نړيواله كچه مرستې ته اړټيا ده، ده ووئيل د پاك ايران اړيكو او دوه اړخيزه مرستې لا زياتولو ته اړتيا ده