اسلام آباد 06 مارچ (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر سره د قزاخستان پاکستان كښې سفیر اکان رخمتلین ليدلې دي۔ م??اقات كښې پھ دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د قامی اسمبلۍ سیکټريټ جاری شوي پریس ریلیز له مخې په دې موقع سپیکر ووئيل پاکستان قزاخستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي، پاکستان قزاخستان سره په ټولو څانګو كښې مرستې ??ياتول غواړي ، د قزاخستان کردار سيمه ايز امن او استحکام لپاره اهميت لري۔ اسد قیصر ووئي?? د ??واړه هېوادونو ترمينځه مرستې ??ه پراختيا وركولو كښې پارلمانی سفارتکاری مهم کردار ترسره كولې شي۔ سپیکر ووئيل په بيلو څانګو كښې ټاكلي نمائندګان د اولس سره تعلق لري، د پاکستان قزاخستان سيمه ايز په نړيوال فورمز اشتراك خوشبينه دے۔ د قامی اسمبلۍ سپیکرووئيل قزاخستان سرمایه کار هم و??زہ پالیسۍ كښې د نرمۍ څخه استفادہ کولې شي۔ د قزاخستان سفیر ووئيل مونږ د پاکستان سره د ملګرتيا اړيكو ته د قدر په سترګه ګورو، د قزاخستان اولس د پاکستانی اولس سره مينه لري، د دواړو هېوادونو ترمينځه اولسي او تجارتی رابطو زياتولو كښې په پارلمانی كچه د پلاويو تګ راتګ مهم كردار ترسره كوي۔