اسلام آباد 08 جنوری(اے پی پی)د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي د عراق خارجه وزير د تاؤ تري??وا??ي نه ز??اتولو بيان د زېركتيا څرګندونه ده٬د سيمې بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو سره په تماس كښې يو٬په هند كښې حالات پرله پسې خرابېږي٬د طاقت كارولو سره حالات ښه كېدې نه شي۔د شورو په ورځ د خارجه وزارت د اړخه جاري بيان له مخې خارجه وزير شاه محمود قرېشي د امريكې او ايران ترمينځه د اوسني تاؤ تري??وا??ي په حقله وئېلي دي تېره شپه چې كوم بريد شوې مونږ د هغې جاج اخلو۔د ابتدائي اطلاعات له مخې د كوم ځاني زيان اطلاع نه ده رامخې ته شوې۔ده ووئيل كه د ايران خارجه وزير جواد ظريف بيان اوكتلې شي نو هغه وئېلي دي ايران تاؤ تري??وا??ي زياتول نه غواړي٬زه ګڼم چې د هغه دا بيان د سنجيدګۍ او زېركتيا څرګندونه وه۔ده ووئيل بايد امريكا هم م??تاط پاتې شي٬په دې لړ كښې د سيمې خارجه وزيرانو سره ز??ا رابطې شوي۔تېره شپه د قطر خارجه وزير سره هم تفصيلي خبرې شوې ۔ده ووئيل مونږ ټول هڅې كوو چې په سيمه كښې تاؤ تري??وا??ې زيات نه شي ځكه چې دا سيمه د تاؤ تري??وا??ي او جنګ متحمل كېدې نه شي٬جنګ د چا په ګټه نه دے ٬دې سره په نړيوال معيشت اثرات مرتب كېږي۔ده ووئيل په دې لړ كښې ما تفصيلي بيان سېنېټ او قامي اسمبلۍ كښې هم وركړی خو اوس صورتحال غېر يقيني دے ۔د وخت څخه وړاندې څه وئېل به مناسب نه وي۔خارجه وزير ووئيل په امريكا كښې هم يوه لويه طبقه د جنګ مرسته او د امريكې پوځ په يو نوې جنګ كښې د شاملولو ??وا??ش نه لري خو د دواړو رائے دا وخت موجود دي۔ ده ووئېل پاكستان دا ??وا??ش لري چې حالات خراب نه شي٬پاكستان د امن خوښي لري او غواړي چې چارې د خبرو ات??و د لارې وشړلې شي