اسلا?? آباد 19 دسمبر (اے پي پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئېلې دي په راتلوونكو څلورو كلونو كښې به د مدرسو ټول زده كوٶنكي د سركاري بورډز د لارې د مېټرك او اېف اېس سي امتحانونه ??ركوي٬ حکومت به د مدارسو د زده كوٶنكو د ويزو٬ بانك اكاٶنټس او ټولو انتظامي چارو له مرسته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيا??ت په ورځ د نېشنل اېجوکېشن فاٶنډېشن (اېن اي اېف) بلدنګ كښې مذهبي چارو لپاره د ډائرېكټورېټ پرانستې دستورې نه ??س ميديا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د تعليم وزا??ت په ابتدائي توګه د هېواد په مختلف ريجنز كښې 16 دفترې پرانستې دي چرته چې به د مدرسو رجسټرېشن عمل زر پېل شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب د?? ووئيل دې مقصد لپاره حكومت 2 اربه روپۍ بېلې كړې كوم چې د كار د اهميت په مقابل كښې معمولي دي