اسلام آباد 14 دسمبر(اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د مولانا فضل الرحمان او د ده د همنوا سياست اولس رد كړے، څوك چې اولس رد كړي د??، هغوي د منتخب حك??مت رانسكورولو سازشون?? كوي، اولس ته د درس وركوونكې ډلې د كرپشن د حساب كتاب وخت راغلې، د مسيحا لباس اغوستونكې جعلي څېرې اولس ته څرګندېږي، په معاشي اشاريو كښې مثبت بدلون راځي، د كومو چې نړيوالې مالياتي ادارې هم تصديق كوي، حك??مت د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې اولس ته ريليف وركولو لپاره هڅې كوي. ?? خالي په ورځ په سيالكوټ كښې مېډيا سره په خبرو كښې د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې د هېواد په معيشت كښې د استحكام نه پس اولس ته د ريليف وركولو يخې هواګانې چلېږي، حك??مت د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې اولس ته ريليف وركولو لپاره هڅې كوي. هغې ووئيل چې په داسې وخت كښې چې حك??مت د اولس خېر ښېګړې لپاره اقدامات كوي، د سياسي يتيمانو ټولګې خپل ځان په سياسي محاذ ژوندې ساتلو لپاره لاپې وهي، څوك چې ځان ته سياسي قيديان وائي، ?? دوي په ضد د نېب 11 ريفرنس، د كرپشن د 20 نه زيات كېسونه او د نېب كم او زيات 30 انكوائرې روانې دي. هغې ووئيل چې عمران خان سره دوي حسد او بغض په دې كوي چې هغه ?? دوي د عياشې په لار كښې لوي خنډ دے. هغې ووئيل چې بايد اړوند ادارې سوچ وكړي چې كه په سركاري وسيلو حكومتونه د تورنو او قيديانو اسانيې برابروي نو دا به اولس سره ټوقې او ?? دوي لپاره د تكليف وړ خبره وي. هغې ووئيل چې د ن ليګ يوه مېرمن وياند د مېډيا پام ځان ته راړولو لپاره هره ورځ نوې نوې دعوې كوي خو بيا تر دې دعوو لاندې راشي. هغې ووئيل چې مونږ د اولس د ګمرا?? كولو د حكمت عملې سخته غندن?? كوو. هغې ووئيل چې د ليګي مشرانو څېرې خوشحالې، تندرست او توان لرونكې دي، دوي په ايون فيلډ كښې په خپلو محلونو كښې كېناستو سره سياست كوي او د منتخب حك??مت په ضد سازشونو لپاره تندرست او توان لرونكي دي. حك??مت به ?? دوي د مېډيكل رپورټس د حقائقو له مخې حكمت عملي خپلوي.