اسلام آباد 13 دسمبر(اے پی پی) خارجه وز??ر شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې د منطقې امن او استحكام افغانستان كښې امن سره تړلې دې٬ طاقت كارول د افغان مسئلې حل نه دې٬ امريكا – طالبان مذاكرات به ډېر زر بحال شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ افغان امن عمل ??پاره د امريكې خاص استازي زلمے خليل ز??د سره ملاقات كښې وكړې۔ ملاقات كښې د افغان امن عمل ??شمول په منطقه كښې د امن او امان پھ مجموعي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وز??ر شاه محمود قرېشي ووئيل چې پاكستان د اولې ورځې څخه پھ خپل دريځ كلك ولاړ دې چې طاقت كارول د افغان مسئلې حل نه دې٬مونږ هيله لرو چې د امريكا او طالبانو ترمينځھ مذاكرات به ډېر زر بحال شي۔ ده ووئيل پاكستان به د شريكې ذمه وارۍ له مخې افغان امن عمل ??ښې خپل مصالحانه كردار اخلاص سره ترسره كوي۔ زلمے خليل ز??د خارجه وزير د افغان طالبان او امريكې ترمينځه د پلاوي په كچه د شويو مذاكراتو تفصيلات څخه خبر كړو۔ افغان امن عمل ??پاره د امريكې استازي زلمے خليل ز??د افغانستان كښې امن لپاره د پاكستان د مصالحانه كردار ستائنه وكړه۔