اسلام آباد 24 ستمبر (اے پي پي) چين وئ??لي دي چې چين به د پاکستان د سيمه ايزې خپلواكۍ او د قامي وقار ملاتړ روان س??تي٬ پاك چين دوستي نه ختمېدونكې ده٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې تګ راتګ او په سيمه ايز او نړيواله كچه نزدې شريكه مرسته لا مستحكم كېږي۔ د نهې په ورځ بېجنګ كښې د چين د خارجه وزارت وياند د اوونيز بريفنګ په مهال د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې كښې د وزيراعظم عمران خان او د چين د خارجه چارو وزير ترمېنځه په ملاقات تبصره كولو سره ووئيل چې زمونږ دوستي نه ختمېدونكې ده٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې تګ راتګ او په سيمه ايز او نړيواله كچه نزدې شريكه مرسته لا مستحكم كېږي۔ وياند ووئيل پ??كستان او چين س??ا بهار ستراتېژك شراكت دار او دواړه هېوادونه په هر فورم د يو بل ملاتړ كوي۔ وياند واضح كړه چې چين به د پاکستان د سيمه ايزې خپلواكۍ او د قامي وقار ملاتړ روان س??تي۔ ده ووئيل د چين د ملګرتيا تګ راتګ او عملي مرستې ته وده وركولو او سي پېك د پرمختګ د اعلٰې معيار ماډل جوړولو په غرض به پاكستان س??ه كار دوامدار ساتي۔ ده ووئيل د پاك چين دوستۍ سره د اولس معاشي حالت ښه شوے دے