اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجي وف??قي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي په كشمير كښې به هند له د ډيموګرافي بدلون اجازه ورنه كړو٬مونږ له به د امن او جنګ دواړه صورتونو لپاره چمتو پاتې كېدل وي٬مونږ به په عزت او وقار چرې هم سمجهوته اونه كړو او كه دې لپاره مونږ ته جنګېدل وو نو هغې څخه به هم ډډه اونه كړو بايد مونږ ??ه سمدستي توګه د هند سره سفارتي اړيكې ختمې كړو۔د شورو په ورځ د پارليمان په شريكه غونډه كښې د مقبوضه كشمير په صورتحال بحث كښې برخه اخستلو سره ده و??ئيل دې ا??وان ته خواست كوم چې د خپل سياست لپاره زمونږ د بچو د وينې سودا اونه كړي٬وزيراعظم تېره ورځ اپوزېشن ته وئېلي وو ما ته دې ووئيلې شي چې څه و??ړم نو هغه وخت بلاول بهټو او شهباز شريف له هغه سره د اودرېدلو اعلان پكار ؤ ٬ ده و??ئېل مونږ جنګ نه غواړو خو كه د جنګ وخت راغلې نو د پاكستان بچې بچې به جنګېږي بايد مونږ د هند سفيران د دلته څخه اوباسو او د هند سره سفارتي اړيكې ختمې كړو۔