اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي په ځوانانو په خاص توګه په زده ??وٶنكو زور رواړوې چې ھغوي خپل عملي ژوند كښې د ټولنې پرمختګ لپاره خپل ټول صلاحيتونه پكار راولي٬ ځوانانو له به علم او تحقيق ته پاملرنه كولو سره د اوسنيو تقاضو له مخې خپل ځان د پېښو چېلنجونو مخنيوي لپاره جوړول وي٬ د ټېكنالوجۍ پرمختګ په اړه ??اك??تاني ځوانان دې خپل موثره كردار تر سره كړي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د نېشنل يونيورسټي آف ماډرن لېنګوئجز (نمل) 14م كانووكېشن ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ اولس مشر په بېلا بېلو څانګو كښې ډګري ترلاسه كوٶنكو زده ??وٶنكو ٬ د هغوي استاذانو او د دوي مور او پلار له مباركي وركولو سره ووئيل د دې زده ??وٶنكو كاميابي د دوي د محنت سره سره د مور او پلار او استاذانو د هڅو نتيجه ده ?? استاذانو او مور پلار تعليم ته پاملرنه كولو سره د زده ??وٶنكو په كردار سازۍ كښې بشپړه برخه اخستې او تاسو ته ئې معاشرتي اقدار ښودلي۔ ده ??وئيل مونږ هر وخت نېغې لارې لپاره لوي څښتن ته لاس په دعا يو٬ لوي څښتن مونږ پېدا كړې يو او ھغه زمونږ د رګ رګ نه واقف دے ۔ اولس مشر ووئيل ټولنه كښې د رښتياٶ او دروغو ترمېنځه مقابله روانه وي٬ کامیابۍ او د خوشحالو تعلق د مال او دولت سره نه بلكې د حقيقي خوشحالۍ تعلق د خواخوږۍ ٬ تقويٰ او باور سره وي ۔ده ??وئېل په اسلامي تعليماتو كښې هم مونږ د نېكۍ ٬ ښه والي ٬ خواخوږۍ او د تقويٰ درس راكړې كېږي۔ ده ??وئيل مونږ بايد كاميابو لپاره محنت وكړو خو په دې موقع خپله خوا اوشا كښې د موجودو خلقو او خپلوانو هم خيال ساتل پكار دي۔ اولس مشر ووئيل نمل پوهنتون كښې سټريټ چلډرن لپاره چې كوم كار كېږي ھغه د ستائنې وړ دے خو بې وسه طبقو لپاره مونږ له په ګډه كار كول پكار دې ٬ ده ??وئېل خوارۍ سره به دا زده ??وٶنكې په څو كالو كښې لوړ مقام ته ورسيږي خو دوي له خپلو زړونو كښې د بې وسه طبقو احساس هم خامخا ساتل پكار دي ځكه چې ژوندي قامونه د بې وسه او نادارو خلقو احساس او دړد لري۔ ده ??وئيل په نړۍ كښې په تندۍ سره بدلون راروان دے او هر خوا د ټېكنالوجۍ دور دے ٬ ده ??وئېل په نوي دور كښې مقابله سخته ده٬ د ټېكنالوجۍ په څانګه كښې هره ورځ جدت راروان دے ٬ دغسې ځوانانو له به علم او تحقيق ته پاملرنه كولو سره د عصرتقاضو له مخې خپل ځان د پېښو چېلنجونو مخنيوي لپاره تيارول وي٬ ځكه چې علم د قام د پرمختګ شارټ كټ دے۔ ده ??وئيل پاکستانې قام يو عظيم قام دے او د دې قام په زړه كښې د انسانيت جذبه او دړد موجود دے٬ كله چې زلزله راغله نو ??اك??تاني قام د رياست د انتظار په ځائ خپله د ځپږيو مرسته كړې۔ اولس مشر ووئيل مونږ د 35 لكه افغان كډوالو كوربتوب كوٶ او نن هم ??اك??تان كښې د 20 نه تر 25 لكه افغان كډوال موجود دي او چا هم د دوي د موجودګۍ مخالفت نه دے كړې خو د دې برعكس ځېنې لويديزو هېوادونو څو زره كډوالو ته هم خپلو هېوادونو كښې د دې داخلې اجازه نه ده ??ركړې۔ ده ??وئيل زمونږ مذهب د بشري خواخوږۍ تعليم وركوي۔ اولس مشر ووئيل نمل پوهنتون د لېنګوېجز په اړه ځانګړې خدمات تر سره كوي۔ ده ??ه دې خبره زور رواړو چې سباٶن كښې د موبائل اېپ د لارې ټكې نورو ژبو كښې اچولې كېدې شي او دې سره به كميونيكېشن كښې اضافه كېږي خو مونږ له به يو بل سره رابطې لپاره د الفاظو په لړ كښې اختياط كول وي۔ ده ??وئيل ??اك??تان په كاميابۍ سره په انتها خوښۍ قابو موندلې۔ اولس مشر د پاك و هند د اوسني تاٶ تريخوالي د صورتحال حواله وركولو سره ووئيل هند چې كله په ??اك??تان كښې جارحيت وكړو نو مونږ د صبر او زغم څرګندونه كولو سره د امن پسندۍ ثبوت وركړې٫ هندي الوتكې چې كله د ??اك??تاني حدود ته داخل شوې نو مونږ ئې بشپړ ځواب وركړو خو مونږ د خېرسګالۍ جذبې له مخې هندي پائليوټ خوشې كړې كوم چې د دې خبرې ثبوت دے چې ??اك??تان يو امن پسند او ذمه وار هېواد دے۔ په دې موقع اولس مشر په بېلا بېلو څانګو كښې كاميابي ترلاسه كوٶنكو زده ??وٶنكو له ډګرۍ او مېډال وركړل