اسلام آباد ۔ 17 مارچ (اے پی پی) د قبائلي ضلعو د بيا ودانۍ او بحالۍ ادارې پروګرام منېجر شكيل اقبال وئيلي دي قطبي وزيرستان ٬ سوئيلي وزيرستان ٬ خېبر ايجنسۍ ٬ اوركزئۍ او كرم ايجنسۍ كښې د ځپلې شويو كورونو مستحقينو له 3.4 ارب روپۍ ريليف ډپيارټمنټ ته منتقل كړې شوې دي۔ ده د اتوار په ورځ اے پي پي ته ووئيل چې په قطبي وزيرستا?? كښې د 4 زره ځپليو كورنيو ترمينځھ رقوم وېشلې شوي دي او په باقي پاتې ضلعو كښې به ډېر زر د فنډ وې?? پېل كړې شي۔ ده ووئيل د ځپلې شويو كورنيو لپاره دا رقوم وېشلې شي كومو لپاره چې د 3.4 ارب روپو فنډز ريليف ډیپارټمنټ ته منتقل كړې شوي دي۔ د قبائلي ضلعو بيا ودانۍ او بحالۍ ادارې غونډه په قطبي وزيرستا?? كښې وشوه او په نورو ضلعو كښې به غونډه راروانه اونۍ كښې كولې شي۔ ده ووئيل تر جون مياشتې به د 5 څخه تر 6 اربه روپو منصوبو منظوري وركړې شي۔ د ټولو ضلعو دوهم كمشنرانو ت?? هدايت شوې دې ??ې د بحالۍ منصوبو رفتار تند كړي۔ بلخوا د زده كړو او روغتيا په 765 منصوبو كار روان دې۔