اسلام آباد ۔ 10 مارچ (اے پي پي) پاکستان د سعودی عربستان په ابهاﺀ ښار د حوثيانو لخوا په ډرون بريد كولو د اندېښنې څرګندونه كړې ده۔ د خارجه دف??ر وياند د اتوار په ورځ جاري ك??ې بيان كښې د سعودي عربستان سلامتيا او حرمين شريفېن لپاره د كوم هم خطر په ص??رت كښې سعودي مشرتابه ٬ حكومت او اولس سره بشپ??ه مرستې او يووالي له د خپل عزم پخلې كړې دې۔ وياند ووئيل پاكستان د سعودي عربستان او په خاص توګه د شاهي دفاعي ځواكونو په وخت كارروائي كولو او د ډرون تباه كولو ګام ستائنه كوي چې لامله ئې زيات زيان نه دې شوې۔ وياند ووئيل د ډرون ملبې راپرېوتو سره د سعودي او دغلته مېشته د غېر ملكي وګړو ژوبل كېدل او املاكو ته زيان رسېدل د اندېښنې وړدي۔ ده د ژوبل شويو زر روغتيا له دعا وكړه۔ وياند ووئيل په تش لاسې اولس دغسې بريدونه د نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزي او سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره يو جدي چېلن?? دے۔ وياند ووئيل پاكستان ددې ډول بريدونو په سختۍ سره غندنه كوي او د ترهګرۍ ټولو صورتونو او مظاهرو په ضد جنګ كښې د سعودي عربستان حكومت سره د يو والي څرګندونه كوي۔