اسلام آباد ۔ 5 مارچ (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د پاكستان د امن ګامونو سره نړۍ لويې تباهۍ څخه بچ شوې۔ په ??ړيواله كچه د پاكستان عزت او وقار زيات شوې۔ ګرده نړۍ مودي ٬ دده پالېسيو او هندي ميډيا پسې خندا كوي۔ اوس هند كښې هم د مودي په ضد آوازونه پورته كېږي۔ وزيراعظم عمران خان په اصولو اډانه خپله نكته نظر نړۍ ته وړاندې كړو۔ ده د نهې په ??رځ د سېنېټ فنكشنل كمېټۍ غونډه كښې د خيالاتو څرګندونه او خبريالانو سره خبرې كولې۔ وفاقي وزير ووئيل په ??وجوده حالاتو كښې سياستدانانو د سنجيدګۍ او اولس د ي??والي څرګندونه وكړه۔ د ي??ې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د تېرو څلور ورځو څخه حالات مخ په ښه كېدو دي۔ نړيوالې ورورولۍ او په خاص توګه ملګرو هېوادونو د پاكستان د دريځ تائيد كړې۔ ده ووئيل په جنورۍ كښې د قومي سلامتيا كمېټۍ هېواد كښې د انتها خوښۍ په ضد د كارروائۍ كولو اعلان كړې وو۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان كښې د سېلګرۍ ودې له مو 70 هېوادونو ته وېزا فري انټري وركړې ده۔ د ي??ې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په ??وجود?? صورتحال كښې نړۍ مونږ ته مثبت ردعمل راكړې دې۔ پاكستان كوم خطر يا چېلنج سره مخ نه دے۔ ده ووئيل مونږ له به خپل تجارت زياتول او معيشت مضبوطول وي۔ ده ووئيل هند په جنګي جنون كښې اخته دې ولې پاكستان داسې كومه پالېسي نه لري۔ ده ووئيل د پاكستان ټول اقليتونه يو برابر حقونه لري۔ ده ووئيل حالات مخ په بدلېدو دي۔ وخت تېرېدو سره سره جنګ څخه لرې كېږو۔ ده ووئيل اوس خو هند كښې هم دا غږ پورته كېږي چې د ټاكنو لامله جنګي جنون پېدا كړې شوې دې۔ ده ووئيل چين ٬ عرب هېودونو ٬ ايران او امريكا هم دې صورتحال كښې مثبت كردار ترسره كړې دې۔ دې څخه وړاندې د سېنېټ د بشري حقونو فنكشنل كمېټۍ غونډه كښې د خيالاتو څرګندونې په ??هال ووفاقي وزير ووئيل د پي ټي وي خرڅونه زيات او آمدن كم دے ۔ ده ووئيل عطاﺀ الحق قاسمي كېس كښې چيئرمين وټاكلې شو او هغه د اېم ډي اختيارات هم كارول۔ ده ووئيل پي ټوي وي د 12 اربه روپو په ??قصان كښې دې۔ پي ټي وي څخه مو بزنس پلان غوښتلې چې پېسې به څنګه پوره كړې شي۔ ده ووئيل دا مهال د پي ټي وي 8 چېنلې د 5 اربه روپو په خساره كښې دي۔ ده ووئيل پي ټي وي كښې مو بھرتۍ بندې كړې ولې په ??كھونو روپو بھرتۍ پېل كړې شوې۔ ده ووئيل نوې اېم ډي لپاره 42 خواستونه راغلي دي۔ دا پراسېس لا جاري دې۔ د كمېټۍ غړي سناتور سېف ووئيل د اېم ډي پي ټي وي معاملې بايد پلټنې وكړې شي۔ سناتور عثمان خان كاكړ ووئيل د پارلېمنټېرینز تنخا يو نيم لك او د اېم ډي پي ټي وي تنخا 22 لكه ده۔وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن ووئيل اپوزيشن ته په ??ي ټي وي د برابر ايئر ټائم وركولو پالسي مو جوړه كړې وه هغه هم ريورس شوې۔ ده ووئيل د بورډ غونډه د ي??ې ورځې په ??وټس رابللې شي دغسې چې د بورډ مهم غړي ګډون ونكړې شي۔ فرحت اللہ بابر ووئيل بورډ له به ددې خبرې سپيناوې كول وي چې د اېم ډي پي ټي وي په اړه د سپريم كورټ په ??رېكړه عملدرآمد ولې نه دې شوې۔ وفاقي وزير كمېټۍ ته ووئيل چې كابينې پي ټي وي ته د دسمبر تر 20 نېټې د بزنس پلان وړاندې كولو وئيلي وو ولې دې ته پام نه دې شوې۔ چوهدری فواد ووئيل د پي اېس اېل په بولي كښې هم پي ټي وي ناكامه شوې پلټنې بايد