اسلام آباد 19 فروری (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر د مقبوضه کشمیر په خراب شوې صورتحال د تشویش څرګندونې سره ووئيل د کشمیر مسئله د پ??کستان نه بلکه د انسانیت مسئله ده، کشمیر كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ د ټولې نړۍ په وړاندې دي۔ نړيواله ورورولي او په خاص توګه د ب??تا??يې پارلمان دې په کشمیر كښې د خراې حالات نوټس واخلي او سيمه كښې امن باورې كولو له دې خپل کردار ترسره كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د دولتِ مْشترکه ایسوسی ایشن (سی پی اے) ب??تا??يې 5 كسيزه پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وك??ه چا چې ده سره د نهې پھ ورځ پارلیمنټ هاوس كښې ليدلې ؤ۔ پلاوي كښې د ب??تا??يې پارلماني غړي ناز شاہ، فیصل رشید، لارډ ر??ګن او د ب??تا??يې د پ??رلمان افسران شامل ؤ۔ سپیکر ووئيل پارلمانی سفارتکاری سيمه كښې امن را??ستلو كښې مهم كردار ترسره كولې شي او پاکستان د پ??رلمان په كچه هند سره خبرو اترو له چمتو دې۔ ده ووئيل د کرتارپور را??داری پرانستل د پ??کستان د اړخه د امن پلو يو اقدم ؤ د كوم چې هند مثبت ځواب نه دې وركړې۔ اسد قیصر ووئيل پاکستان داسې چاپيرچل پيدا كول غواړي چې پګښې د دواړھ هېوادونو اولس امن او سکون سره ژوند وكړي دغسې د هند اوسنې حکومت د پ??کستان دښمنۍ غږ پورته كولو سره ټاكنو كښې برخه اخستل غواړي، د هند وزیر اعظم نریندر مودی بیانونو سره سيمه كښې جنګي حالاتو ته وده ترلاسه كېږي۔ده ووئيل د هند د اړخه د جنګ خبرې سيمه كښې ښه والې له نه دې بلکه حالات به دې سره نور هم خراب شي۔ ده ووئيل الیکشن د كركې په بنیاد نه بلکه د سباؤن د امن او پرمختګ هدف جوړولو سره كېږي۔ مودی سرکار دې د پ??کستان په ځائې غريبي او ولږه خپل هدف جوړ كړي۔ ده ووئيل هند يواځنې هېواد دې كوم چې د سپیکر په جوړيدو ما له مبارکي نه ده را??ړې۔ خو سره د دې مونږ په قامی اسمبلۍ كښې د پ??ك هند فرینډشپ ډله جوړه كړې۔د پ??کستان او ب??تا??يې اړيكو په اړه ده ووئيل پاکستان ب??تا??ې سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او مونږ پارلمانی او اقتصادی رابطو ته ودې وركولو خوښې لرو۔د ب??تا??يې پارلماني غړو سيمه كښې په امن را??ستلو زور را??ړلو سره ووئيل بايد د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنر را??ور د هند لپاره د فكر وړ جوړ شي۔ دوي بھارتیه جنتا ګوند په قام پرست ایجنډه هم د خفګان څرګندونه او سيمه كښې د امن هڅو روان ساتلو ته سلا شول۔ دوي د ب??تا??يې د پ??رلمان د اړخه پاکستان كښې د جمهوری ادارو استحکام لپاره د هر ډول مرستې باور وركړو۔دوي د كشمير مسئله د د سلامتی کونسل قراردادونو له مخې حل کولو په حاجت زور را??ړو