اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د پاكستان پشمول د نړۍ په نو?? برخو كښې سږ كال هم د كش??ير يووالي ورځ لمانځل كېږي كله چې په مقبوضه جمو و كش??ير كښې د هند جارحيت او ظلمونه ٬ جبر و استبداد٬ د بشري حقونو څخه سرغړونې او د قابض ځواكونو دلاسه د حريت جذبه د طاقت د لارې د خاموش كولو كارروائې لوړې كچې ته رسېدلې دي۔ د هند د ظلمونه ?? دې خبرې اندازه كېدے شي چې كومه هم داسې ورځ نه تېرېږي چې پكښې د بې ګناه كشميريانو وينه نه وي توي شوې او قابض ځواكونو په بې ګناه ځوانانو تشدد نه وي كړے۔ دا كشميريان د خپل د خپلواكې حق لپاره هڅې كوي د كوم لوظ چې د هند جدامجد پنډت لعل نهرو كړې وه او د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د ده قراردادونه منظور كولو سره دوي ته ?? دې حق وركولو ضمانت وركړے شوے۔ دا خطرناك حقيقت دے چې د هندي قابض ځواكونو لخوا په ټول رياست كښې د جنورې كال 1989 نه په روانو ظلمونو كښې هره ورځ د 9 نه زيات كشميريان شهيدان كولې ش??۔ د كش??ير مېډيا سروس شمېرو له مخې د جنورې كال 1989م نه تر جنورې كال 2019م د 30 كلونو په موده كښې په مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو څخه سختې سرغړونې ش??ې دي چې د لارې ئې 95 زره 283 كشميريان شهيدان كړې ش??ي دي په كومو كښې چې 7120 كشميريان د حراست په مها?? قتل كړې ش??ي دي۔ ?? دې نه علاوه قابض ځواكونو يو لك 45 زره 597 بې ګناه كشميريان ګرفتار كړي دي۔ يو لك 9 زره 205 كورونه او ودانې ئې تباه كړې دي٬ 22 زره مېرمنې ئې كونډې كړې دي او يو لك 60 زره 756 ماشومان ئې يتيمان كړي دي او د 11 زره 111 مېرمنو ئې عصمت دري كړې۔ د هند رياستي ترهګرې سره هم پاكستان ?? دې بې ګناه كشميري اولس سياسي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتلې چې دغسې كشميريان خپل د خپلواكې حق ترلاسه كړې ش??۔ كشميرې اولس د 7 لسيزو نه د هندي قابض ځواكونو مقابله كوي۔ د كشميريانو هڅې پرېكنده پړاؤ ته داخلې ش??ې دي او د منطقې ځوانان ?? دې تحريك مشري كوي۔