اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اس?? قيصر د پاكستان انسټي ټيوټ آف فارليمنټري سروسز ته هدايت كړې چې هغه انسټي ټيوټ د پارليمان د غړو د قانون سازۍ په عمل كښې مرسته وكړي۔د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيكر په مشرۍ كښې د پاكستان انسټي ټيوټ آف پارليمنټري سروسز د كاركردګۍ جاج اخستلو او د دې كردار لا فعاله كولو لپاره يوه غونډه وشوه۔په غونډه كښې د انسټي ټيوټ ايګزېكټو ډائرېكټر ظفرالله خان پشمول د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔غونډې ته په خپله وېنا كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر هدايت وكړو چې د اسمبلو غړو او د عملې د كار په اس??عداد كښې اضافې لپاره دې د تربيې كورسونه ترتيب كړی شي۔ده د بشري حقونو خارجه پالېسۍ سول ملټري اړيكو٬د حكومت او انتظامي چارو پشان په م??ضو??اتو بحث كولو او د م??ضو??اتو په ا??ه د كورسونو اجرا كولو په ضرورت زور راوړو۔ده د پارليمان غړو سره په دې م??ضو??اتو د تحقيقي مرستې كولو هدايت هم وكړو چې دغسې دوي د قانون سازۍ په عمل كښې خپل بشپړ كردار ادا كړې شي۔د انسټي ټيوټ ايګزېكټو ډائرېكټر ظفرالله خان سپيكر د ادارې د چارو نه خبر كړو