اسلام آباد 21 دسمبر (اے پی پی) د كورنيو او ودانيو وفاقي وزير طارق بشير چيمه وئيلي دي چې مونږ د بهاولپور صوب?? غواړو٬ بې شكه ريفرنډم دې وكړې شي٬ چې اولس كومه پرېكړه وكړي٬ هغ?? دې قبوله كړې شي٬ د حكومت اتحادي يو او ورسره به ولاړ يو۔ د جمعې په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل چې اولس مونږ ته خپله نمائندګي راكړې او پارلمان ته ئې رال??ږل?? يو٬ مونږ د بهاولپور حقونو لپاره په وړومبي صف كښې ولاړ يو۔ مونږ جمهوريت خوښي يو او په جمهوري ډول مو په پارلمان كښې د بهاولپور صوبې غوښتنه كړې۔ ده ووئيل چې پ?? دې معامل?? دې بې شكه ريفرنډم وكړې شي٬ چې اولس كومه پرېكړه وكړي ٬ هغ?? دې قبوله كړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د حكومت اتحادي يو او ورسره به ولاړ يو۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خا?? په مشرې كښې هېواد د پرمختګ او خوشحالې په لار روان دے