اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د سعودي عرب د دوه ورځنې سركاري دورې په دوهم پړاؤ كښې د نهې په ورځ رياض ته ورسېدو۔ په هوائي اډه د رياض والي شاهزا??ه فېصل بن بندر بن عبدالعزيز او د پاكستان سفير خان هشام بن صادق د وزيراعظم هر كلې وكړو۔ د وزيراعظم هركلي كولو لپاره په دې موقع د سعودي نور چارواكي او د قونصلېټ افسران هم موجود وو۔ خارجه و??ير شاه محمود قريشي٬ د خزانې و??ير اسد عمر٬ د اطلاعاتو و??ير چوهدري فواد حسېن٬ د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد او دوهم وزير/ د سرمايه كارې بورډ چيئرمېن بارون شريف هم وزيراعظم سره دي۔ د دې څخ?? وړاندې وزيراعظم خپل پلاوي سره يو ځائ په مدينه منوره كښې تېره شپه په روضه ر??ول???ص﴾ حاضري وكړه٬ د ماسخوتن لمونځ او نوافل ئې ادا كړل۔ ده په دې موقع د هېواد پرمختګ٬ خوشحالې او سلامتيا لپاره خاص دعاګانې هم وكړې