اسلام آباد 03 اكتوبر (اے پي پي) د خزانې وزير اسد عمر وئيلي دي د شهباز شريف څو وارې د لو??شېډنګ ختمولو لوظونو باوجود (نن)هم لو??شېډنګ كېږي٬د ارزانې برېښنا پېدا كولو ادعا كوونكو د ګرځينده قرض مسئله راپېدا كړی٬شهباز شريف پخپله د “زرداري نواز ورور ورور”ثبوت وركړې۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف د اړخه د تنقيد نه پس په ذاتي وضاحت د خزانې وزير اسد عمر ووئيل په ايوان كښې د پيشو مثال وركړی شوې ځكه چې د ازمري نه پېشو جوړه شوې ځكه هغه ته پیشو راياده شوې۔ده ووئيل د هغه وخت د پنجاب اعلٰی وزير په 6 مياشتو كښې٬په 1 كال كښې٬ په 2 كلونو كښې د لو??شېډنګ ختمولو لوظ كړې ؤ ۔ده ووئيل كه سندھ او بلوچستان د پاكستان برخه نه وي نو بيا به مونږ اومنو چې لو??شېډنګ ختم شوې٬زما حلقه اېن اے 54 كښې هم لو??شېډنګ كېږي۔ده ووئيل د پيپلز ګوند په دور كښې هم ??ا وئېلې كېدل چې لويه ستونزه د ګرځينده قرض مسئله ده٬دا مسئله نن هم ??ته٬ ده ووئېل د ارزانې برېښنا پېدا كولو ادعا كوونكو نېپرا ننو هم وئېلي دي د برېښنا بيعه دې 3 روپۍ 89 پېسې يونټ زياته كړی شي۔ اسد عمر ووئېل د سي پېك پروژو خبره شوې دا به كتل وي چې هغوي په خپل دور كښې څومره بهرنۍ سرمايه كاري راوړې٬ ده ووئېل بهرنۍ سرمايه كاري د پيپلز ګوند په دور