??سل??م آباد 26 اګست ﴿اے پي پي﴾ د پاكستان د ټاكنو كميسون هدايت كړے چې د اولس مشرې په ټاكنو كښې د برخې اخستو خواهش لرونكي كانديدان دې خپل د نا??زدګۍ كاغذونه ﴿نن﴾ د ګل ورځې ت?? دولس بجو پورې پريذائيډنګ اف??رانو سره جمع كړي۔ د كميسون له مخې كانديدان ﴿نن﴾ د ګل په ورځ د غرمې ت?? دولس بجو پورې په ??سل??م آباد٬ كراچې٬ پېښور او كوئټه كښې پرېذائيډنګ اف??رانو سره د نا??زدګۍ كاغذونه جمع كولې شي۔ چيف الېكشن كمشنر به د شورو په ورځ د ټاكنو كميسون په سېكرټرېټ كښې سهار لس بجې د نا??زدګۍ د كاغذونو جانچ پړتال كوي۔ د اولس مشرې ټاكنې به د راتلونكې مياشتې په 4مه نېټه كېږي چې پكښې به د سېنېټ٬ قومي اسمبلۍ او د صوبائي اسمبلو غړي خپل د رائې حق كاروي۔