پیښور 15 اګست (اے پي پي) په صوبائب اسملۍ كښې د پاكستان تحريك انصاف كانديد مشتاق غني 81 رائے ترلاسه كولو سره د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ سپيكر او محمود جان د 78 رائے ترر لاسه كولو سره دوهم سپيكر ټاكلې شوې دي ٬د متحده اپوزيشن لخوا د سپيكر كانديد لائق محمد خان ٢٧ او د دوهم سپيكر كانديد جمشيد خان 30 رائے ترلاسه ك??ې دي ۔د سپيكر ټاكنې عمل د پريزائيډنګ افسر سردار اورنګزېب نلهوټه په مشرۍ كښې پېل شو ٬ پ?? پېل كښې دواړو كانديدانو تجويز كونكې او تائيد كوونكو نامې واخستلې شوې دغسې د چترال پي كے ون څخه هدايت الرحمان وړومبنې ووټ كا??ټ كړو٬د ټاكنو عمل په آخر كښې د اېم اېم اے اقليتي غړي رنجيت سنګه د رايو حق وكارولو او بيا د رايو شمېرې عمل پېل شو٬د شمېرې نه پس د پريزائيډنګ افسر اورنګزېب نلهوټه نوي سپيكر مشتاق غني كامياب وګرځولو٬ هغه 81 او مقابل لائق محمد 27 رائے ترلاسه كړې ٬ پريزائيډنګ افسر اورنګزېب نلهوټه د نوي سپيكر څخه سوګند واخست۔د سوګند پورته كولو نه وروستو مشتاق غني ووئيل ايوان به په ګډه چلوو٬د جمهوريت ښكلا دا ده چې په دې كښې اختلاف رائے ته ځاې وركولې شي٬دا مهال د دوهم سپيكر د ټاكنې پړاؤ تر سره كول دي او دغسې د دوهم سپيكر لپ??ره پولنګ پیل شو ٬ د پولنګ په پاې كښې سپيكر مشتاق غني د نتيجو اعلان وكړو چې له مخې يې د پي ټي آئي كانديد محمود جان 78 رائے او د هغه په مقابل كښې كانديد جمشيد خان 30 رائے ترلاسه كړې۔په دوهم سپيكر ټاكلې كېدو سپيكر مشتاق غني د محمود جان څخه سوګند واخست۔د يادونې وړ ده د خېبرپښتونخوا په اسمبلۍ كښې د ټاكنو لپ??ره 108 كانديدانو د رايو حق كا??ولې چې پكښې كومه رائے مسترد كړی شوې نه ده٬آزاد كانديد محمد ديدار او د پي پي نګهت اوركزئي د صوبائي اسمبلۍ سپيكر لپ??ره ووټ نه دې كا??ټ كړی او د دوهم سپيكر شپ لپ??ره ټولې 109 رائے كا??ټ شوي چې پكښې يو مسترد كړې شوې