اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د پاور ډويژن وزارت د برېښنا طلب او رسد كښې فرق كمولو له ك??ټلې منصوبې ته حتمي شكل وركړې شو٬ تر30 جون به د برېښنا طلب او رسد كښې فرق كښې ښكاره ك??ې راشي٬ جولائي ٬ اګست او ستمبر كښې به طلب كم او د برېښنا رسد زيات شي٬ د ګرمۍ شدت زياتېدو او د فن برېښنا كمي سره د برېښنا طلب زيات شوې٬ دا وخت طلب او رسد كښې فرق 2 زره مېګاواټ دې بايد پھ اوسني شارټ فال كښې دومره زيات لوډشېډنګ ونه شي٬ تېرو 40 كلونو كښې كوم نوې بند نه دې جوړ شوې?? د ??رېښنا پیداوار سره سره ټرانسمېشن نظام نه دې ښه كړې شوې?? د ??رعي اوبه خور نظام هم 100 كاله پخوانۍ دې٬ نوې حكومت له به ښه ګائيډ لائن پرېښودلې شي٬ لنډ مهاله كابينه به د كوم بليم ګيم برخه نه ګرځي٬ په سپيځلې ډول ټولټاكنې كول زمونږ ذمه واري ده٬ ټاكل شوې حكومت ته اقتدار سپارل آئيني مېنډېټ دې٬۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د خزانې وفاقي وزيرې ډاكټر شمشاد اختر سره خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل د رايو آزادۍ نه غېر جمهوريت مخ په وړاندې نه شي تللې٬اولس د حقائق څخه خبرولو ته اړتيا ??ه٬اولسي رائے او تجاويز ښه والي كښې مرسته ك??ي۔لنډ مهاله حكومت به د الېكشن كمېشن سره بشپړه مرسته ك??ي او په سپيځلې ډول ټول ټاكنې زمونږ ذمه واري ده٬په قامي سلامتيا ??ه هېڅ ډول سمجهوته نه شي كولې۔ده ووئيل ټاكل شوي حكومت ته اقتدار سپارل آئيني مېنډېټ دې۔د لنډ مهاله كابينې پريكړې به غېر سياسي وي۔ده ووئيل مونږ له لويې پريكړې نه دي كول خو نوي حكومت له به ګائيډ لائن پرېښودلې شي٬مونږ به په ايماندارۍ سره او د هېواد په ګټه خپله ذمه وارۍ ترسره ك??و٬مونږ به هڅه ك??و چې په 25 جولائي امن ناكه او سپيځلې ټاكنې وشي۔ده ووئيل مونږ به اولس له د خپلو وسائلو له مخې آسانۍ وركوو۔ده ووئيل آرټيكل 19 اے تر نظر ساتلو سره مونږ د يو مثال جوړولو هڅه ك??و دې لپاره د معلوماتو تبادله كېږي دغسې چې په هغې تنقيد او تجزي وشي۔ده وئيل مونږ يو داسې دستاويز هم جوړ كړی چې پكښې د برېښنا ??ېد??وار٬طلب او رسد په حقله ټول تفصيلات شته۔دا مونږ سياسي ګوندونو له هم وركوو۔ده ووئيل د لوډشېډنګ يوه وجه د برېښنا طلب او رسد كښې فرق٬دوهم ترسيلي نظام او پاور پلانټس كښې فني خرابي او د اوبو كمې٬درېمه وجه د ترسيلا او وېش نظام هم ښه نه دې او څلورمه وجه د برېښنا غلا ده۔ده ووئيل دا د لوډشېډنګ څلور بنيادي وجوهات دي۔ده وئيل دا مهال هېواد كښې د 28 زره مېګاواټه پیداواري صلاحيت دې خو د فني خرابۍ له امله په ??ېد??واري صلاحيت اثر پريوځي۔ده ووئيل دا مهال د برېښنا ??ېد??وار د 21 نه تر 22 زره مېګاواټ دې