اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي) سېنېټ كښې ?? پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو د فاټا په حقله د بل وړاندې كولو د تحريك مخالفت او د غونډې نه واك آؤټ كړے دے۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې ?? قانون ??زي?? محمود بشير ورك چې بل ايوان ته وړاندې كړو نو ?? پښتونخوا ملي عوامي ګوند سناتور عثمان كاكړ پاسېدو او وې وئيل هغه او نور غړي په دې خبره كول غواړي۔ چيئرمېن دوي ته اجازه وركړه او هغه ووئيل د فاټا يو تاريخ دے٬ زمونږ د ګوند په منشور كښې د 40 كلونو نه دا غوښتنه شامله ده چې اېف سي آر دې ختم كړے شي۔ د فاټا اولس به د جرګو د لارې پرېكړې كولې٬ هتله ??را??م نه وو۔ هغه ??وئ??ل په مېران شاه٬ مېر علي كښې د زرګونو په شمېر دوكانونه تباه كړې شوي۔ د فاټا اولس ترهګر نه وو۔ هغه ووئيل د آئين د آرټيكل 247 خلاف وزري كېږي۔ يوازې اولس مشر د فاټا په اړه قانون بدلولې شي۔ هغه ووئيل د فاټا اولس انضمام نه غواړي۔ سبا چې هر څه كېږي٬ ذمه وار به ئې دا ګوندونه وي۔ دې سره سناتور عثمان كاكړ او د هغه د ګوند غړو د ايوان نه واك آؤټ وكړو