ډېووس 24 جنوري(اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره د بل و ملنډا ګېټس فاؤنډېشن کو چیئرمېن بل ګېټس د نړيوال اقتصادي فورم په موقع ډېووس كښې ملاقات كړې۔ د قامي روغتيا وفاقي وزيره سائره افضل تارډ ٬ د اطلاعات او خپرونو دوهمه وزيره مريم اورنګزېب ٬ د وزيراعظم خاص مرستيال علی جهانګیر صدیقي او نور سينئر چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔ وزیراعظم د بل و ملنډا ګټټس فاؤنډېشن لخوا پاکستان كښې په خاص توګه د پوليو مخنيوي پروګرام لپاره د معاونت ستائنه وكړه۔ د ملاقات په مهال د روغتيا٬ زده كړې او په نورو سماجي څانګو كښې د شراكت دارۍ په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه وشوه او په دې موقع د مالياتي ډېجيټل شموليت د لارې د كوچنۍ او مېنځنۍ درجې كاروباريانو او كروندګرو واكمنه جوړولو باندې هم خبرې وشوې۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل مونږ د سماجي څانګې اصلاحاتو ته پام لرنه كوو ٬ د صحت او تعليم په اړه ??مونږ د حكومت لخوا د پورته كړو اوسنيو ??قداماتو له ??مله ??ه په خاص توګه بې وزله ??و د لرې پرتو سيمو طبقو ته په يقيني توګه ګټه ورسي۔ تېر كال د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع د شوي ملاق??ت حواله وركولو سره وزیراعظم د 70 لکه نه زيات اكاٶنټس او سند لرونكو چې پكښې زياتره مېرمنې شاملې دي كهاتې او د ډائرېكټورېټ آف نېشنل سېونګز او د كار انداز په شراكت سره د ډېجيټلائز كولو په لړ كښې د پېشرفت ستائنه وكړه٬ کار انداز پاکستان كښې كوچنو كاروباريانو او كسانو لپاره مالياتي ګډون ته د ودې وركولو په لړ كښې كار كوي۔ په دې موقع بل ګېټس د تېرو څلورو كالو په مهال د پوليو مخنيوي په لړ كښې د پېشرفت ستائنه وكړه او هيله ??ې څرګنده كړه چې ټول همكاران دې د هېواد په پاتې سيمو كښې هم د پوليو مخنيوي او بشپړه ??اتمې منزل ترلاسه كولو لپاره كار وكړي۔ ده پاكستان څخه د پوليو ??اتمې په لړ كښې د حكومت په پرله پسې عزم د وزيراعظم ستائنه وكړه۔